
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر ولې ورو شوی؟
له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی. د تورخم له لارې د اګست تر میاشتې هره ورځ له لسو زرو څخه زیات افغان کډوال افغانستان ته ستنېدل، خو اوس دغه شمېر تر پنځو سوو کسانو پورې رسېږي. په افغانستان کې سخته یخني، د استوګنې لپاره د کورونو نشتوالی او اقتصادي ستونزې د کډوالو د ستنېدو د بهیر د کمېدو له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي.
#sbsaudiopodcast
Audio and video play straight from the show's own hosting. PodSubs stores and serves no media.

