
د اسټرالیا د پناه غوښتنې ویزو په شرایطو کې کوم نوي بدلونونه راغلي دي؟
د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې، د اسټرالیا د کډوالۍ قانون د تعدیل له مخې، د پناه غوښتنې ویزو په شرایطو کې نوي بدلونونه راغلي دي. دا چې د پناه غوښتنې ویزو په سیستم کې کوم بدلونونه راغلي او دغه بدلونونه به پر پناه غوښتونکو څه اغېز ولري، په دې اړه مو په ملبورن کې له مېشت افغان وکیل عزیز الله یوسفزي سره مرکه ترسره کړې ده.
Audio and video play straight from the show's own hosting. PodSubs stores and serves no media.
