
خوشحال روهي: له افغانستان څخه بهر د افغانانو د یوې ملي جرګې لپاره تیاری روان دی
د "ملي مرکې" د نوښت د همغږۍ مسوول ډاکټر خوشحال روهي وایي، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له مېشتو افغانانو سره د خبرو اترو، فکري تبادلې او ګډ تفاهم له لارې د یوې پراخې ملي جرګې د جوړېدو لپاره تیاری روان دی. ښاغلي روهي له اس بي اس پښتو سره د "ملي مرکې" د موخو، ترسره شویو غونډو، د افغانانو د ګډون او د افغانستان د راتلونکې لپاره د وړاندې شویو نظریاتو په اړه خبرې کړې دي. #sbsaudiopodcast
Audio and video play straight from the show's own hosting. PodSubs stores and serves no media.

